د نخودو د اوړو حلوا

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- د نخودو اوړه نيم كيلو
2- بوره 375 ګرامه
3- كشمش ( 100 ګرامه )
4- غوړي 375 ګرامه
5- هېل دولس دانې
6- كهويا 125 ګرامه.
د پخولو طریقه:
په غوړو كي هېل واچوى او سره يې كړى. بيا كشمش پاك كړى، ور وايې چوى، بيا د نخودو اوړه ور واچوى او سره يـې كړئ، تر څو يـې بوي ولاړ سي.
بوره په لږ اوبو كي واچوى او وې اېشوى چي ښه خټه سي. بيا د نخودو سره سوي اوړه او كهويا ور واچوى او په كاچغه يـې لړى، څو يـې اوبه وچي سي. كله چي يې اوبه وچي سوې راكښته يې كړى. په دېش كي يې واچوى، زربرخ يې پر سر ور كښېږدى او نوش جان يې كړى.

Share this page to Telegram

Comments