د ناټو په غونډه کې اجرایه رییس ګډون کوي

comments 0

276 Views

هندوکش – امریکا: ټاکل شوې چې اجرایه رییس عبدالله عبدالله به په بروکسل کې د ناټو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنیلوس زیمرمن اجرایه رییس ته بلنه ورکړې چې په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړي.
دغه راز تیره ورځ عبدالله له زیمرمن سره په کتنه کې له طالبانو سره په اوربند، سولې پروسې، راتلونکو ټاکنو او د افغانستان په سیمه ییزو اړیکو خبرې کړي دي.
ټاکل شوې چېد ناټو راتلونکې سرمشریزه غونډه به د روانې عیسوۍ میاشتې په دولسمه جوړه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments