د ناټو مشرانو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر ملاتړ یو وار بیا ټینګار وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – بروکسل: دا تړون حاضردمه په افغانستان کې نژدې ۱۶ زره پوځیان لري چې لویه برخه یعني ۱۴ زره یې امریکايان دي.
ناټو تړون پرون چهارشنبه د خپلې سرمشریزې په پای کې په یوه اعلامیه کې د قاطع ملاتړ ماموریت په نوم په افغانستان کې د خپل ماموریت د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده او ویلي یې دي:
«موږ په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د خپلې ژمنې پخلی کوو.»
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، «په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د سولې او پخلاینې لپاره کار ته دوام ورکوي، موږ به تر ۲۰۱۴ پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ جاري ساتو…»
د ناټو په اعلامیه کې د افغانستان ګاونډیو – ایران او پاکستان ته، چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې په لاس لرلو تورن دي، او دغه راز روسیې ته، چې ځینې چارواکي وايي طالبانو ته وسلې ورکوي، د انتقاد ګوته نیول شوې ده.
اعلامیه وايي، ناټو له پاکستان، ایران او روسیې څخه غواړي د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې په بشپړ ملاتړ په سیمې کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
سرچینه: آزادی رادیو

Share this page to Telegram

Comments