د ناټو غونډه کې د ګډون لپاره ولسمشر بروکسل ته لاړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره د بلجیم مرکز بروکسل ته لاړ.
ولسمشر به بلجیم کې د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو غونډه کې وینا هم وکړي او د افغانستان د وضعیت ترهګرۍ ضد مبارزه باندې خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د بلجیم مرکز بروکسل کې د ناټو غړي هېوادونه غونډه وکړي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت سربیره به د سولې او افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې پر اوږد مهاله ملاتړ خبرې وکړي.
افغان حکومت تمه لري چې د ناټو غونډه کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې تر څنګ افغان ځواکونو نور مالي ملاتړ او ژمنې هم ترلاسه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments