د ناټو غونډه؛ ژمنه او ډاډ / نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

بروکس کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه کې پر دې بحث شوی چې څنګه کیدلی شي ترهګرۍ ګواښونه له منځه لاړ شي او سوله رامنځ ته شي.
د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ خبریالانو ته وویل چې طالبان دې د تاوتریخوالي کمولو ته ښه نیت ښکاره کړي.
نیس ویلي چې طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې نیت او وړتیا وښیي چې افغانستان کې تلپاتې سولې لپاره سیاسي حل ته زمینه برابره کړي.
ناټو ویلي چې موږ د سولې په برخه کې له هر هغه ګام هرکلی کوو چې تاوتریخوالی کموي.
همدا غوښتنه د افغانانو هم ده چې طالبان دې سولې لپاره نیت ښکاره کړي او نیت همدا دی چې طالبان دې په ازمایښتې ډول اوربند وکړي او یا دې تاوتریخوالی راکم کړي.
د ناټو سرمنشي یو ځل بیا ژمنه او ټینګار وکړ چې دوی به نه یوازې د افغان ځواکونو روزنې او مشورې ورکولو ته دوام ورکړي، بلکې له مالي لحاظه به هم د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره د هغوی تر څنګ وي.
ینس یلي چې د افغان سولې ملاتړ لپاره ښه لاره دا ده چې د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو او همکارۍ برخو کې ژمن اوسو.
هغه ټینګار کړی چې د روزنې او همدا راز د مالي ملاتړ په وسیله د افغان ځواکونو ملاتړ سره موږ له افغانانو سره مرسته کوو چې طالبانو ته څرګند پیغام ورکړي چې هغوی د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدلای. دوی باید د مذاکراتو مېز ته کېني.
د ناټو غونډه د چهارشنبې په ورځ رسماً پیل شوه چې پکې به د ناټو د غړو او یو شمېر نورو هېوادونو دفاع وزیران ګډون وکړي چې د افغانستان سرپرست دفاع وزیر به هم پکې وي.
غونډه کې د ګډون لپاره د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم ورغلی چې د لاسته راوړنو، امنیتي وضعیت او سولې په اړه به خبرې وکړي.
دفاع وزارت ډاډه دی که بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، افغان ځواکونو وړتیا پیدا کړي ده.
ناټو په داسې حال کې د افغان ځواکونو د اوږدمهاله ملاتړ ژمنه تازه کوي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې د هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي هغه خبرې چې له یو کال اوږدې شوې او د ټولو جنجالي ټکی یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بشپړ وتل دي.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه عامو خلکو سره اندېښنې شته خو د ملي دفاع وزارت ډاډه دی چې پوځ او امنیتي ځواکونه د جګړې، وطن او خلکو ساتلو پوره وړتیا لري.
افغان ځواکونو سره د نړیوالو ملاتړ دی او دا ملاتړ به تر هغې دوام وکړي چې ترهګرۍ ضد مبارزه کې افغان ځواکونه بریالي شوي نه وي.
ترهګرۍ ضد مبارزه کې نړیوال ځکه مرستې کوي چې ترهګر یواځې د افغانستان نه بلکې د سیمې او نړۍ په زیان دي او د ټولو مسوولیت جوړیږي چې پروړاندې یې ګډه مبارزه وکړی.

Share this page to Telegram

Comments