هندوکش ــ کابل: د ناټو تړون عمومي منشي په افغانستان کې د ډیموکراتیک حق ترلاسه کولو لپاره په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون ستایلی او ویلي یې دي چې دوی هېڅکله په ټاکنو کې مداخله نه کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون، د نومبر په ۲۰مه، خبریالانو ته په افغانستان کې د ټاکنو په تړاو د روانو لانجو په اړه وویل چې دوی له افغانستان سره همکارۍ ته متعهد دي، د ټاکنو لپاره یې د امنیت په تامین کې همکاري کړې خو په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه نه شي کولای.
ښاغلي سټولټنبرګ دا مهمه وګڼله چې انتخاباتي کمېسونونه د رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر بشپړ کړي او پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون ویلي چې د راییو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر به د دې اونۍ تر پایه بشپړ کړي او راتلونکې اونۍ به د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړي.
د ناټو سر منشي داسې مهال به افغان ټاکنو کې د نه مداخلې خبره کوي، چې ځینې ټاکنیزې ډلې او سیاسي اشخاصو تل په دې ټینګار کړی چې په ټاکنو کې باید بهرنیان مداخلې ونکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
د ناټو سر منشي: د ټاکنو کمیسیون دې د رایو بیا شمېرنې بهیر بشپړ او پایلې دې اعلان کړي
