د ناټو استازی: افغانان داسې سوله غواړي چې بشري حقونه پکې خوندي وي

comments 0

18 Views

هندوکش ـ کابل: په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانان داسې سولې ته هیله‌ من دي چې بشري حقونه ‌یې خوندي کړي.
سټیفانو پونتېکورو ویلي، ناټو سازمان سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه: “دا په رښتیا یو تاریخي فرصت دی چې د افغانستان د لسیزو جګړو ته یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي، نن ډېر افغانان دا نېکمرغي نه ‌لري چې وطن په سوله کې وویني، خو دوی هیله لري، د دوی هیله با ثباته او دومداره سولې ته ده چې جګړه ختمه کړي او د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي کړي.”
د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده.
د دې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په نړیوال اوربند ټینګار کړی او له ټولو یې غوښتي چې د جګړو د درولو لپاره دې سوله ‌ییزې او ډیپلوماتیکې لارې چارې غوره کړي.
ملګرو ملتونو په ۱۹۸۱ کال کې د سولې نړیواله ورځ ونوموله او د دې کار هدف په نړۍ کې د جګړو پای ته رسول او سوله‌ییز ژوند ته د خلکو هڅول یاد شوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments