د ناټوسرمنشي وايي افغانستان لا هم ناټو لپاره ترټولومهم ماموریت ګڼل کیږي

comments 0

63 Views

هندوکش- کابل: دناټوسرمنشي وايي د افغانستان ماموريت چې لا هم زمونږ تر ټولو پراخ پوځي عمليات ګڼل کېږي لا دوام لري، چې د ټروريزم پر وړاندې پر مبارزه متمرکز دى، څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بيا د تروريستانو په خوندي ځاله بدل نه شي، د ناټو په نړيوال تړون کې ټول متحدان او شريکان د داعش ډلې ماتې ته ژمن دي.
د ناټو سرمنشي دا خبرې په بروکسل کې د ناټو تړون د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې يوه ورځ مخکې کړې دي.
تمه کېږي د دغو چارواکو په نننۍ غونډه کې د ناټو تړون غړو هېوادونو د اجنډا پر وروستي کولو او د کتنو پر پروګرام بحث وشي.
د ډسمبر مياشتې پر دريمه او څلورمه به د ناټو په هغه سر مشريزه کې چې په لندن کې جوړېږي، د بحثونو په اجنډا کې د افغانستان موضوع هم شامله وي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments