د نارینه وو ۵ تېروتنې

comments 0

0 Views

له هغه مسایلو څخه چې نارینه ورته پام نکوي ، یو یې سالم د خوړو رژیم دئ ، ډېری نارینه د وخت د کمښت له کبله او یا د اندېښنو له شتونه د خوړو په انتظام کې ناغیړي کوي چې په اوږدمهاله کې د ډېرو ناروغیو لامل کېږي له هغه ډلې چاغښت ، د هاضمې ستونزې او د اعصابو کمزورتیا ، مونږ دلته تاسو ته هغه پنځه تېروتنې ذکر کړې او د حل لارې چارې درته ښیو .

 لومړی تېروتنه : له فکر پرته خوراک
له بده مرغه له فکري ثبات پرته خوراک یو له تر ټولو بدو تېروتنو شمېرل کېږي
آمار ښیي چې ۴۵ سلنه نارینه په کاري ماحول کې او کورنیو کې چې هرڅه ورته وړاندې کوې خوري یې او خپلې روغتیا ته هېڅ پام نکوي چې په پایله کې دوئ د بېلابېلو ناروغیو سره لاس او ګرېوان کېږي .

حل لاره څه ده ؟
هڅه وکړئ د نه ویلو قدرت په ځان کې پیدا کړئ او د خپلې روغتیا ساتنې په پار د هر څه له خوړو ډډه وکړئ کله چې تاسو ته خواړه وړاندېز کېږي یوه کوچنۍ ټوټه یې ترې واخلئ او له ډېر خوراکه ډډه وکړئ .

 دویمه تېروتنه ، د شپې په نیمایي کې خوراک
یو بل له هغه بدو عادتونو چې د نارینه وو د ناسالم خوراکي رژیم سبب کېږي د شپې په نیمایي کې خوراک دئ دا عادت د نارینه وو د ورځني بوختیا له کبله پېښېږي دوي د ورځې دومره بوخت دي چې د خوړو لپاره کافي وخت نلري او یا د استرسونو له وجې د ډوډۍ په وخت کافي اشتها نلري او وروسته بیا د شپې ناوخته له خوبه پاڅېږي او له یخچال چې هر څه په مخ ورشي خوري یې او بېرته ویده کېږي دا ددې سبب کېږي چې خواړه هضم نشي او د بېلابېلو ناروغیو سبب ګرځي ، دوئ په شپه کې له خوړو وروسته غاښونه هم نه برس کوي چې د خولې د بد بوی او هاضمې سیستم د التهاب کېدو سبب کېږي

حل لاره څه ده ؟
هڅه وکړئ کور ته له رسېدو وروسته د ۱۵ دقیقو لپاره آرام وکړئ تر څو د ماښام خوړو لپاره تیار واوسئ او په خپل وخت په کافي اندازه خوراک وکړئ که تاسو د شپې وږي کېږئ کافي ده چې یو ګیلاس شیدې یا یوه مڼه نوش جان کړئ او
 دریمه تېروتنه ، سهارنۍ نه خوړل
بله هغه مهمه تېروتنه چې نارینه یې ترسره کوي د سهار خوړو څخه ډډه کول دي ، د نارینه وو پلمه د سهارني نه خوړو لپاره کار او دفتر ته ناوخته رسېدل دي دوئ پدې نه پوهېږي چې د سهار خوړو پرېښودل په بدن کې د میتابولیسمو د کمېدو سبب کېږي او وزن زیاتیږي ، د هوښیارۍ کمېدو سبب کېږي نارینه چې وږي شي بیا کېک ، قهوه او یا نور خواږه خوري چې د وخت په تېرېدو د شکر ، وینې کلسترول او چاغښت سره لاس ګریوان کېږي .

حل لاره څه ده؟
حتي که فکر کوئ د سهارنۍ خوړو ته وخت نلرئ هڅه وکړئ د شپې ځانته دوه دری لمړی د پنیرو شاتو یا مربا ځانته جوړ کړئ او کله چې سهار له خوبه پاڅېږئ نو نوش جان یې کړئ تاسو د سهار لپاره د مغزبابو نه هم ګټه اخیستی شئ لکه چهار مغز ، بادام پسته او داسې نور .

 څلورمه تېروتنه ، د خوړو په بیړه خوراک
له هغه تېروتنو چې نارینه یې ترسره کوي د تحقیقاتو پر اساس د چاغښت سره مستقیمه اړیکه لري د خوړو په بېړه خوراک دئ په بیړه خوراک مانا دا ده چې تاسو په لسو دقیقو کې یوه وعده خواړه نوش جان کوئ ، د مناسبو خوړو خوراک تر شلو دقیقو وخت ته اړتیا لري تر څو سم وژوول شي او بدن ته ګټه ورسوي ، په آرامه خوراک د ښه هضم او هاضمې سیستم د پیاوړي ساتل کېډو سبب کېږي

حل لاره څه ده ؟
باور وکړئ که هرڅومره هم کار او بیړه ولرئ ، هېڅ شی ستاسو له روغتیا اړین او مهم ندي تاسو باید ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پرته لدې چې له چا سره خبرې وکړئ باید په آرامه خوراک وکړئ تر څو د چاغښت او ناروغیو څخه خلاص شئ .
 پنځمه تېروتنه ، د رستورانتونو خواړه
ډېری نارینه لدې امله چې بهر کار و بار کوي وخت نه پیدا کوي تر څو کور ته د خوړو لپاره ورشي دوئ اړ دي بهر په ښار بازار کې رسټورانت ته ولاړ شي او هلته خوراک وکړي د رستورانتونو خواړه نسبت د کور خوړو ډېر مالګه او غوړي لري د چاغښت سره سره دا خواړه د لوړ فشار او وینې غوړتوب سبب کېږي او په پایله کې د زړه ناروغۍ را منځته کوي .

حل لاره څه ده ؟
هڅه وکړئ د کار ځای ته له کوره خواړه درسره یوسئ
که کوم وخت مو د کور خواړه هېر شوي وو ، د امکان تر وسه په رستورانتونو کې سپور خواړه نوش جان کړئ او له خوړو سره حتما ترکاري نارنج او یا لیمو نوش جان کړئ
.
ستاسو روغتیا زمونږ هیله ده

Share this page to Telegram

Comments