د میرامشاه بازار دوکانداران د پاکستان پوځ پر ضد مظاهرې پیلوي

comments 0

28 Views

هندوکش ــ پښونخوا: د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازار تجارانو او د جایداد مالکانو د خپلو غوښتنو لپاره د جنورۍ له ۲۹مې په پېښور کې د پرلت اعلان کړی دی.
د میرامشاه بازار د کاري کمېټۍ جنرل سیکرټري سخي الرحمان وویل چې دوي پر دې مجبور شوي چې په پېښور کې د اسمبلۍ مخې ته یا هم ورته نژدې پرلت ووهي.
“له وزیرستان نه خلک راولو ، دلته پېښور کې د مېشت د وزیرستان خلک به پکې ګډون کوي ، زموږ پارلماني استازي به وي ، د سیاسي ګوندونو خلک به وي او د پښتنو د حقونو غوښتونکي به راسره وي او موږ به د جنورۍ له ۲۹مې په قاید اعظم پارک کې او یا به د اسمبلۍ مخې ته پرلت وهو.”
سخي الرحمان وویل چې دوي یو کال حسابونه لګولي وو او حکومت ته یې د خپل تاوان اندازه وړاندې کړې وه حکومت ورسره منلې وه.
دوي د نماینده کمېټۍ مشر ملک محمد شفیق وویل چې که حکومت یې د اغېزمن شوي او قبضه شوي جایداد تاوان ورنکړ نو په احتجاج به لاس پورې کړي.
“زموږ دوکانونه او مارکېټونه یې وران کړي دي د هغه معاوضه غواړو هم هم یې زموږ پر جایدادونو کرښې راکښلې دي چې تر ۲۷ فټه به پکې هیڅ نه جوړوی ، د هغه تاوان غواړو خو حکومت تر اوسه هیڅ نه دي راکړي.”
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان یو استازي میرکلام وزیر وویل چې په دې اړه یې په اسمبلۍ کې په وار وار غږ پورته کړی دی خو حکومت د دې خلکو د ستونزو په هوارولو کې سنجیده نه دی.
په دې اړه مو د خیبر پښتونخوا له حکومتي وزیرانو سره د خبرو بیا بیا هڅې وکړې خو هغوي خبرو ته تیار نه شو.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments