د میدان وردکو په جلریز ولسوالۍ کې سیلابونو پنځه کسان وژلي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – وردک: آزادې رادیو ته د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک ویلي چې تېره شپه د جلریز په څو کلیو کې سیلابونه راوتلي او خلکو ته یې تاوان اړولی.
د نوموړي په وینا، تر دې دمه د سیلابونو د راوتلو له امله پنځه کسان مړه شوي چې په کې ۲ ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.
شریف الله هوتک نیوکه کوي چې حکومتي چارواکو د خلکو د لاسنیوي لپاره تر اوسه په سیمه کې څه اقدامات نه دي کړي.
ښاغلي هوتک وویل، اوس هم هوا وریځجنه ده او خلکو سره دا اندېښنه ده، چې ممکن یو ځل بیا سیلابونه راووځي.
اخوا د افغانستان په ختیځ کې د نورستان د مرکز پارون ښار یو نوی پارک بېګا سیلابونو وران کړی دی.
چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې څوک نه دي ژوبل.
سپوږمې پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments