د مکسیکو په شمال کي تر ۹ زیات امریکایان وژل شوي

comments 0

19 Views

هندوکش ــ امریکا: د مکسیکو شمال ته د نشه يي توکو سوداګرو لخوا په یوه مرګوني برید کې پنځه امریکايي وګړي چې یوه مور او څلور یې بچیان دي وژل شوي دي.
د پېښې ځای کې سوځېدلی موټر هم پروت دی چې د قربانیانو د مړو پاتې شوني هم پکې دي. راپورونه وایې چې ځینې قربانیان ژوندي سوځول شوي دي، ځینې نور هم ورک دي.
ځايي رسنۍ وايي، ممکن دا برید د تېروتنې له امله وي.
د قربانیانو خپلوان وايي، د مور سره څلور وژل شویو بچیانو کې دوه غبرګوني، یو اته کلن او بل لس کلن ماشوم هم دی.
دوه ښځې او دوه ماشومان هم د تېښتې پر مهال وژل شوي دي.
ځینې رپوټونه وايي نورو ځایونو کې هم څو مړي موندل شوي او ښايي هغه کسان ژوندي پاتې وي چې تښتېدلي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments