د منظور پښتین وړاندیز ته د اسفندیار هرکلی وستایل شو

comments 0

7 Views

هندوکش ــ پښتونخوا: د عوامي نېشنل ګوند لخوا په خپور شوي بیان کي د یاد ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین هغه وړاندیز ته هرکلی کړی دی چې ویلي ول د پښتنو ستونزو هوارولو لپاره به د پښتنو مشرانو سره سلا مشوره کوي او ټول پښتانه به د ستونزو هوارولو لپاره رایو ځای کوي.
د اسفندیار ولي خان د دغه څرګندونو په اړه د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اې اېن پي پارلیماني مشر سردار حسېن بابک مشال راډیو ته ووېل چې د ګوند رهبر یې د بنو په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د دغه خبرې هرکلی کړی دی، چې (د پښتنو د ستونزو او مشکلاتو هوارلو لپاره د پښتنو پر ټولو مشرانو غږ کوي چې پکار ده په ګډه مبارزه وکړو. نو زموږ مشر اسفندیار ولي خان دغه بیان ته ډېر په ښه او دروند نظر کتلي دي، او حقیقت هم دا دی چې د پښتنو د مسئلو د حل د لارو چارو لټولو لپاره چې ترڅو موږ یو شوي نه یو نو دا نه حل کیږي.”
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments