د ممبيي نندارتون ګټور و

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ممبۍ له نندارتون څخه افغانستان ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې ترلاسه کړې.
د افغانستان د کرنیزو محصولاتو دوه ورځینی نندارتون، چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې جوړ شوی و، بې ساری هرکلی یې شوی.
اټکل دا و، چې افغان سوداګر به په دې نندارتون کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وپلوري، خو د نندارتون په لومړی ورځ د ۳۲ میلیونه ډالرو په دویمه ورځ د ۴۳ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې تر لاسه کړي دي.
په هند کې د افغانستان وچې او تازه مېوې، طبي نباتات، شات، زعفران او دافغانستان نور کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو، چې ترټولو ډیر طبعي نباتات پلورل شوي.
سپوږمۍ پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments