د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان حکومت او طالبانو د سولې مذاکزاتو د پیل هر کلی وکړ

comments 0

68 Views

هندوکش ـ کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله د افغانستان د دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو اترو د پیل ملاتړ وکړ او د جګړې ښکېلې خواوې یې د یوه تلپاتي اوربند ټینګېدو ته وهڅول.
دغه پرېکړه‌ لیک چې له مخې یې په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي مأموریت وغځول شو، له دواړو مرکچي لورو وغوښتل چې د باور جوړونې لپاره د نورو اقداماتو په ترڅ کې شخړې د پام وړ کمې کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه ‌راز د سولې په خبرو کې د ښځو او ځوانانو د ګډون غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د تېرو ۱۹ کلونو اقتصادي، ټولنیزې او سیاسې لاسته راوړنې په تېره بیا د بشري حقونو په برخه کې هغه چې د ښځو، ماشومانو او د اقلیتونو په برخه کې ترلاسه شوي باید خوندي شي.
د افغانستان دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې مقدماتي خبرې د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پرانیستل شوې او پرون د دواړو لورو مرکچیانو د لومړي ځل لپاره مخامخ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د تماس ډلې پر کاري طرزالعمل بحث وشو.
د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي او د قطر د دفتر پخواني ویاند سهیل شاهین تېر ماښام له رسنیو سره په مرکه کې وویل، چې د تماس ډله به نن هم خپلو غونډو ته دوام ورکړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments