د ملکي وګړو منځ کې د چاودنې مرګ ژوبله لوړه شوې

comments 0

17 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار د تېرې ورځې په چاودنه کې ۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه د ښار په منځ کې د ۱۴ مې امنتي حوزې اړوند د فابرېکې په يوه سرای کې شوې.
امنيتي چارواکې وايي، وسله والو غوښتل چې دا موټر بم برید د اختر په ورځو کې وکړي، خو کشفي ارګانونو له وړاندې کشف کړ او چاودنه یې وکړه.
د کندهار د والي وياند داود احمدي وايي، چاودنه کې ۱۶ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳۸ نور چې ۶ يې امنيتي کسان او پنځه هم ماشومان دي ټپيان شوي دي.
ولسمشر غني برید غندلی او ټینګار یې کړی، چې وسله والو د افغانانو پر ضد داسۍ لړۍ پيل کړې چې قربانیان یې یوازې ملکي وګړي دي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments