د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د ۲۰۱۸ کال له لومړۍ میاشتې د جون تر دیرشمې شپږ میاشتنی راپور خپور کړی چې د ملکیانو افغانانو تلفات په کې د نورو کلونو په پرتله کم ښودل شوي.
(( افغانستان کې د روانې جګړې له امله تېرو شپږو میاشتو کې ۵۱۲۲ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، ۱۶۹۲ وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپیان دي چې د تېر کال په پرتله درې سلنه کموالی په ډاګه کوي.))
یوناما افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ملکي افغانانو ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي او جګړه ودروي.
(( مونږ د جګړې له ښکېلو غاړو غواړو چې د ملکي افغانانو ژوند خوندیتوب ته پام وکړي؛ ځکه دوی بې ګناه دي. طالبان باید له جګړې لاس واخلي او له افغان حکومت سره سوله وکړي.))
د یوناما تازه راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي په تړاو د افغان حکومت هڅې ستایل شوي خو کافي یې نه دي بللي او په وسلوالو ډلو نیوکه شوې چې د ملکي افغانانو ژوند ته یې هیڅ پام نه دی کړی او ملکي ځایونه یې تر بریدونو لاندې نیولي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments