د ملکي وګړو تلفات لوړ شوي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ نیویارک: په افغانستان کې ملکي تلفات۳۰ سلنه زیات شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون ویاند بلال صدیقي ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د دوی ارزونې ښيي چې په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
د بشري حقونو کمېسیون له حکومت غواړي هغه کسان چې د ملکي کسانو د تلفاتو لامل ګرځي، قانوني چلند ورسره وکړي.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هلیکوپتر په یوې حمله کې، درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي او۳۰ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې “د ملکي کسانو د خوندیتوب اوعدالت غوښتنې پروګرام” په دې وروستیو کې ویلي چې په تېرې یوې میاشت کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۲۳ ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments