د ملکيانو د وژلو مسئولين څوک دي؟ / سید عبالله پاچا

comments 0

0 Views

دا څو ورځې کېږي پر فېسبوک د ننګرهار، کندوز او نورو ولايتونو څخه د ملکيانو د وژنې راپورونه خپريږي. په جګړو، چاودنو او تروريستي پېښو کې د ملي وګړو وژنه، په واقيعت سره يوه جدي ستونزه ده. ملکيان نه يواځې دا چې په بريدونو کې وژل کېږي، بلکې شتمني يې د جګړې پر ډګر پاتېږي، کورونه يې د دښمن په سنګرونو بدلېږي. دلته غم دا دی چې ملکيان په ځانمرګو، ماينونو او طالبي جګړو کې ووژل شي، ډېری کسان خاموش وي، مګر کله چې د افغان ځواکونو تېروتلي مرمۍ د ملکيانو د وژنې سبب وګرځي، له طالبي مبلغينو را واخله، تر کمپيوټري جهاديانو پوري ټول په يوه خوله غوغا جوړه کړي چې حکومت ملکيان وژلي دي. زه پر دې سترګي نه پټوم چې د ملکيانو د وژنې مسئله دې نه مطرح کېږي، مګر دلته بې انصافي کېږي. طالب چې يې ووژني، دوئ غلي وي، مګر د حکومت پر تېروتنه ډنډوره جوړه کړي.
زه راځم خپل اصلي بحث ته. څو ورځې مخکې له هلمنده يو ملګری راغلی و. کیسه يې کوله چې د نادعلي ولسوالۍ اړوند يوه سيمه کې افغان ځواکونو عمليات وکړل. عسکر چې کله سهار راغلل، طالبان له کلي وتښتېدل. تر مازديګره حکومتي ځواکونه په کلي کې وګرځېدل، بيرته له کلي ووتل، خپلې قرارګاه ته ولاړل. لږ وخت وروسته طالبان بيرته کلي ته راشېوه شول. هغه دوئ چې يې سره قطعه بولي، هغه وسلوال يې راغلل، ټول کلی يې پر سر واخيستی. د دوئ له راتګ سره د کلي سپين ږيرو وېره احساس کړه، بيا ورغلل، له طالبانو يې پوښتنه وکړه ويل: که داسې د عسکرو پر قرارګاه حمله کوئ، موږ ته خبر راکړئ چې خپل کورونه پرېږدي، له کلي ووځو. طالبانو بيا د مخابرې له لارې د خپلو مشرانو سره خبرې کړې وې، هغوئ ورته ويلي ول چې نه موږ جګړه نه کوو کليوالو ته اجازه مه ورکوئ چې خپل کورونه خالي کړي.
خلکو چې د طالبانو دا ډاډ واورېد بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول. ملګری کيسه کوي چې زما په زړه کې وېره پرته وه، ځکه کلی ټول د طالبانو سرې قطعې پر سر اخيستی و، له کلي لږ لري د حکومت قرارګاه پرته وه. دی وايي: زه د خونې په منځ کې پر خپل ځای ويښ پروت وم، خوب نه راتلی. چې شپه درنه شوه ډزې شروع شوې. در و دروب شو. طالبانو د کلي له منځه د حکومت پر قرارګاه حمله وکړه. جګړه پيل شوه. زه په دې منځ کې له خونې راووتم، که ګورم، پر دېوال يو کس را پورته شو. د ده له راپورته کېدو سره درب شو، سړی نيم هغې خوا ته نيم زموږ د سرا خواته ولوېدی. د جټ الوتکې بوڼهاری شو. زه لا تر خونې رسېدلی نه وم، بله ډله وسلوال ناببره زموږ سرای ته داخل شول. سمدلاسه زموږ خونې ته راننوتل. دی وايي: ما لاسي برق ولګاوه، طالبانو غوسه وکړه چې برق مړ کړئ، موږ مجاهدين يوو.
سړی کيسه کوي چې طالبان هغه اطاق ته داخل شوي ول، چې زه، زموږ مېلمنه خور، د هغې اولادونه او نورې د کور ښځينه پکې وې. طالبان حتی د ښځينه وو پر ځايونو سربېره کښېناستل، او هيڅ حياء يې ونکړه. موږ ته يې هم اجازه رانکړه چې خپل ماشومان او ښځې دباندې وباسو. لږ وخت تېر شو زه نور پوه نه شوم، دباندې مې اسمان وليد. دی وايي: زموږ خونې له خښتو جوړې وې، هغه په هلمند کې چې خلک (زربۍ) ورته وايي. چټ الوتکه په طالبانو پسې وه. هغوئ چې خونې ته داخل شول، هغې له پاسه بم پرې را وغورځاوه. زما د مېلمنې خور په ګډون، د هغې درې اولادونه، نورې ښځې او ماشومان د طالبانو په ګډون ووژل شول.
زما د مېرمنې او زما پښې ماتې شوې. تر خاورو لاندې پراته وو. ملګری وايي: زما خور مو له کندهاره مېلمنه راوستلې وه. څو ورخې وړاندې د کندهار په ميوند کې د هغې خاوند چې له پوليسو سره يې دنده درلوده شهيد شوی و. دا مو د دې لپاره راغوښتې وه چې لږ تر لږه غم يې يو څه بدل شي، خو هغه بېچارګۍ د خپلو اولادونو په ګډون شهيده شوه. ملګری وايي: سهار چې طالبان راغلل، نارې يې شروع کړې چې هلئ، هغه دوربينونه را وباسئ. زموږ دوربينونه خراب شول. وايي: د خپلو وسلوالو يې هيڅ پوښتنه نه کوله، يواځې د خپلو شپينو دوربينونه نارې يې وهلې.
دا د طالبانو هغه سره قطعه وه چې هوايي بريدونو دړې وړې کړه. دا يواځې د دې ملګري د کور کيسه وه. په دغه شپه ټول کلی د طالبانو په لښو ډک و. تاسې د دې پېښې ارزونه وکړئ. فکر وکړئ چې د ملکيان وژنې مسئولين څوک دي. دلته څو خبرې مهمې دې چې ستاسو پام ورته را اړوم:
اول: کله چې ورځ وه عسکر دې کلي ته ورشېوه شول، طالبان ترې وتښتېدل، کلی يې پرېښود. مګر کله چې عسکر ولاړل، طالبان بېرته کلي ته راغلل. بيا خلکو مشوره ورسره وکړه چې که تاسو پر حکومتي قرارګاه حمله کوئ، موږ خپلې کډې باسو، په همدې مازديګر يو ځای وځو. طالبان چې د خپلو مشرانو سره يې د مخابرې د لارې خبرې وکړې، کليوالو ته يې ډاډ ورکړ چې هيڅوک حمله نکوي خپلو کورونو کې اووسئ. دلته وګورئ، طالبانو ولسي وګړو ته فرېب ورکړ. خلک يې خطايستل چې موږ جګړه نکوو، مګر بيرته حمله وکړه. دلته د طالبانو هدف دا و چې کليوال په خپلو کورونو کې اووسي، دوئ پر قرارګاه حمله وکړي، که الوتکې راغلې، يا عسکر له قرارګاه پسې راووتل، دوئ به ځانونه، په ښځو او ماشومانو کې پټ کړي. په داسې حال کې واضح خبره ده چې طالبان د ملکيانو د وژنې مسئوليت لري.
دويم: که چېري طالبانو پر حکومتي قرارګاه حمله نه وای کړې، او تر حملې وروسته چې ماته يې وخوړه د کليوالو په کورونو کې نه وای پټ شوي، ښځې او ماشومان يې د سپر په توګه نه وای کارولي، الوتکو به ولې بمبار کاوه، دا کلی به يې ولې په نښه کاوه؟ واضح ده چې طالبانو تل ولسي وګړي د ځان د سپر په توګه کارولي.
دريم: که طالبان د ملکي وګړو په کورونو کې پټ نه شي، په ښځو او ماشومانو ځانونه ونه ساتي، يوه ورځ هم له حکومتي عسکرو سره مقاومت نه شي کولی. طالبان د جګړې لپاره درې ګټور افشنونه لري. يو يې ماينونه دي، دويم يې ځانمرګي بريدګر دي، او دريم يې دا چې ځانونه د ولسي وګړو په کورونو کې پناه کوي.
دا فقط د طالبانو له امله د ملکي وګړو د وژنې يوه بېلګه وه. هر چېرته چې ملکي وګړي په نښه کېږي، اساسي مسئوليت يې د طالبانو پر غاړه دی. که طالبانو جګړه ونکړي، هيڅ وينه نه تويږي، او که طالبان ځانونه د ملکيانو په منځ کې پټ نکړي، هيڅوک نه په نښه کېږي.

Share this page to Telegram

Comments