د ملي وګړو په خوندیتوب ټینګار شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوالې ادارې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکي وګړو له وژلو دې ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مرستیال، انډریو ګولمېر طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندیز ستایلی دی او پر ټاکنیزو بنسټونو د وسله والو په بریدونو یې اندېښنه ښودلې ده.
دغه راز که څه هم ګولمېر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د افغان حکومت هڅې ستایلي، خو ویلي یې دي چې په دې برخه کې لا هم داسې قضیې شته چې د اندېښنې وړ دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments