د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسد الله خالد لوګر ته د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره سفر وکړ

comments 0

19 Views

هندوکش ـ لوګر: د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد تیره ورځ د لوګر ولایت امنیتي وضعیت څېړلو لپاره سفر وکړ،ښاغلي خالد د لوګر ولایت له والي اجمل شاپور،ملي امنیت رییس،امنیه قوماندان او یوشمیر نورو امنیتي لوړپوړو چارواکو سره ولیدل او د یاد ولایت په امنیتي وضعیت یې خبرې وکړې.
ښاغلي خالد د لوګر ولایت ځایي امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې د لوګر _کابل پرلویه لار د شته ګواښونو په له منځه وړلو خبرې کړې او مسولو ادارو ته یې لارښوونه کړې،چې د دې لویې لارې دلا ښه امنیت لپاره جدي تدابیر ونیسي.
د ملي دفاع سرپرست،د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او ژمنه یې وکړه،چې د افغان ځواکونو د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره به جدي اقدامات ترسره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments