د ملي بیرغ ورځ: د افغانستان دښمن د خپلې غلطې محاسبې پایله ولیده

comments 0

145 Views

هندوکش ـــ کابل: پرون سه شنبه د اسد یا زمري میاشتې اوومه د افغانستان د ملي بیرغ ورځ وه، دا ورځ د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې په ولسي او حکومتي کچه په شانداره مراسمو ونمانځل شوه.
د همدغه ورځې په مناسبت ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د ملي بیرغ عکسونه خپره کړي، مبارکي یي ویلي او د جمهوریت پر پایښت يي ټینګار کړی دی.
جهاد ګل پاڅون پر فېسبوک د یو سپین ګیري تصویر خپور کړی او ور سره لیکلي یي دي: “په لاندې انځورونو کې مې سترګې په نادر معلم صیب خوږې شوې، سپين ږيرتوب او زړښت يې د وطني مينې مخه ډب نه کړه، بلکې ورځ تر بلې په جوش او زياتيدو ده.”
ادریس څمکنی بیا لیکي چې د ملي بیرغ ورځې شانداره نمانځې ثابته کړه، چې افغانان یو موټی دي او د دښمن شعار او تفکر نشي منلی.
“دښمن ته خو به د خپلې ناسمې محاسبې اندازه شوي وي کنه؟ پر دولت انتقاد، د چارواکو غندل او د عدالت لپاره د افغانانو غږ چې تل دې اوچت وي. د تور مخي دښمن او د هغه د ابزارو د تفکر او شعار د منلو په معنا نه دی، يو وطن، يو ملت، او يو بيرغ ملی بيرغ.”
د فېسبوک یو بل کاروونکي شفیق کره طالبان تورن کړي چې د ملي بیرغ د ورځې نمانځنې پر وړاندې یې خنډونه جوړول.
“د تالبانو د ضد تبلیغات کارپوهانو غوښتل د یوې وړې مشاعرې په ترتیب سره د ملي بیرغ د ورځې اجنډا تبدیل کړي، عام ولس مصروف کړي او مطبوعات په خپله موضوع تاوده کړي، خو اوس ولس ویښ شوی د ملي بیرغ ورځ يي په شانداره مراسمو ونمانځله، دا د دوی پر وړاندې د یووالي ښکاره پیغام دی.”
دا لومړی ځل دی چې د ملي بیرغ ورځ په دولتي او ولسي کچه په دومره پراخه کچه نمانځل کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments