د ملي بیرغ ورځ / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

د زمري اوومه چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د ملي بیرغ ورځ نومول شوې، د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې په شانداره مراسمو ونمانځله.
هېوادوالو ملي بیرغ باندې ځانونه پوښلي و او دا ورځ یې د ځانګړو ورځو لکه اختر په کور، دوکان، کار ځای، سړکونو او کوڅو کې نمانځلې ده.
د ملي بیرغ ورځې له نمانځنې هدف همدا دی چې افغانان خپل ارزښتونه وپيژني او د دې ورځې په نمانځنې سره یې وطن سره مینه لا ډيره شي.
د دې تر څنګ د دې ورځې له نمانځنې بل هدف دا دی چې د زمري یا اسد میاشتې ۲۸مه چې د استقلال ورځ ده، د هغې لپاره چمتووالی ونیول شي.
نن ورځ د افغانانو د خوښۍ تر ټولو مهمه ورځ وه، دا ورځ کولی شي د افغانانو تر منځ یووالی لا پياوړی کړي او هغه نفاق او تبعیض چې په بیلابیلو نومونو یې افغانان خپل منځو کې بدبینه کړي، بدبینې له منځه یوسي.
افغانان نن تر یو بیرغ لاندې راټول و او ټولو په ملي روحیه باندې د دې ورځې نمانځنه په اتڼونو او ګرځیدو باندې وکړه.
په دې ورځ داسې هېوادوال و چې د بیرغ لپاره یې پيسې نه درلودلې چې وا یې خلي، خو پيسې یې پيدا کړي او بیرغ یې اخیستی دی.
دا د وطنۍ مینې او احساس وروستۍ حد دی چې خلک له وطن سره لیونۍ مینه لري او هیڅ به دا ولس په خپلو کې بې اتفاقه نه کړي.
همدا بیرغ کولی شي افغانان په یو ټغر راټول کړی، تاسو به لیدلي وي چې په یو او بل نوم نور بیرغونه او خلک راپورته کیږي چې د افغانانو ترمنځ تفرقه رامنځ ته کړي، خو افغانان به هیڅکله اجازه ور نه کړي.
افغانان ډير کله د غم په ټغر ناست وي، خو خوشحالۍ فرصت هیڅکله له لاسه نه ورکوي، همدا لامل و چې د اسد په اوومه ټول هېواد کې خلک راووتل او جشنونه یې وکړل.
دا ورځ دې ټولو ته مبارک وي، په دې هیله چې دا بیرغ تل هسک وساتو او چاته اجازه ور نه کړو چې سپک ورته وګوري.
دې بیرغ لوړ ساتلو لپاره افغانانو زیاتې قرباني ورکړي او لا هم اجازه نه ورکوي چې دا بیرغ په نړۍ کې ښکته شي.

Share this page to Telegram

Comments