د ملي بودجې سند تصویب ته وړاندې کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ټاکل شوې چې سبا دوشنبه به په ولسي جرګه کې د ملي بودجې سند د رایې لپاره وړاندې شي.
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون ويلي، د راتلونکي مالي کال د ملي بودجې سند به د دوشنبې په ورځ د رایې لپاره عمومي غونډې ته وړاندې شي.
دغه کمېسیون هغه اوازې رد کړي چې ګواکې د ملي بودجې سند د وکیلانو له لوري یرغمل نیول شوی دی.
د راتلونکي لمریز کال بودجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې چې ۲۷۵ میلیارده یې عادي او ۱۲۴میلیارده یې پراختیايي بودجه ده.
له دې ډلې ۶۱ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۶۳ میلیارده یې غیر اختیاري ده چې د مالیې وزارت په حواله، د مرستندویو بنسټونو له خوا ورکول کېږي.
د یادې بودجې ۴۱ سلنه امنیتي برخې، ۱۴ پوهنې، ۱۳ کرنې او مالدارۍ او ۹ سلنه د کلیو پراختیا ته ځانګړې شوې ده.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments