د ملي امنیت ځواکونو کابل کې له خونړۍ چاودنې مخنیوی وکړ

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: د کابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ د ملي امنیت ځواکونو د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین کشف او له یوې خونړۍ چاودنې څخه یې مخنیوی کړی دی.
چارواکي زیاتوي، چې یاد ماین د ځایي اوسیدونکو په همکارۍ او د ملي امنیت ځواکونو په مرسته شنډ او د سلګونو انسانانو ژوند وژغول شو.
چارواکي وايي، چې نوموړی ماین د طالب وسلوالو له لوري د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو د وژنو په موخه ځای پرځای کړی و، چې خوشبختانه د ملي امنیت ځواکونو له لوري شنډ شو.
په ورته مهال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د ملي امنیت ځواکونو د هڅو او قربانیو ستاینه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د طالبانو پرضد عملیات لا پراخ کړئ.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments