د ملي امنیت ځواکونو په لغمان ولایت کې د ورستیو ترهګریزو بریدونو په تړاو د طالبانو یوه ۷ کسیزه ډله نیولې ده

comments 0

10 Views

هندوکش ـ لغمان: د ملي امنیت ریاست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د یو لړعملیاتو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو یوه ۷ کسیزه ډله نیولې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شوو کسانو کې د ولایتي شورا پر رییس او د پولیسو په یوه رینجر موټر ماین چاودنو کې هم ښکیل دي.
خبرپانه زیاتوي، چې یادو کسانو د نورو شومو موخو د ترسره کولو پلان درلود، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول او شوم پلانونه یې شنډ شول.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments