د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې ۴ تنه داعش وسلوال وژلي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکی وايي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهارولایت په مرکز جلال اباد ۴ ناحیه بیز اکمالاتي سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې د شرقی زون لپاره د هدفي وژنو،ځانمرګو بریدونو او مالي مسول په ګډون ۴ تنه داعش وسلوال له امنیتي ځواکونوسره له یو ساعت جګړې وروسته ووژل شول.
چارواکي وايي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په ترسره شوو عملیاتو کې د ۴ تنو داعش وسلوالو په وژل کیدو سربیره د داعش وسلوالو له شبکې څخه عیار شوي ماینونه، سپکې او درنې وسلې، ریموټونه، یوعراده موټر، یوه ریکشه او یو اندازه نغدې پیسې د ملي امنیت ځواکونو لاسته ورغلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments