د ملي امنیت عمومي ریاست ته د سرپرست رییس معرفي غونډه کې د ولسمشر غني وینا / دریمه برخه

comments 0

0 Views

له ما نه قربانۍ غواړئ، په سر سترګو، وینه مې قربان، خو جمهوریت باندې معالمه نه کووم، که له ما ټول شخصي جایداد وغواړئ، له سر مو ځار، اما د افغان امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي.که له ما هره قربانۍ غواړئ د سر په سترګو، اما د ښځو او نارینه وو اساسي حقوقو د معاملې وړ نه دي.
دلته باید پوه شو چې بنسټیز بحثونه لرو، موږ بنیادي پوښتنې لرو، تاسو پټنځایونه لرئ په خارجي ملکونو کې، اما په څه اساس؟ څه وخت له دې روابطو تیریږئ او غیږ ته راځئ؟ څه وخت له مخدره موادو تیریږئ؟ لږ تر لږه دوه نیم میلیونه افغانان دلته معتاد شول، ټوله نړۍ مو معتاد کړې د دې ځواب به څه وخت ورکوئ؟
بل، یواځې د القاعده خبره خو نه ده، لسګونه ترهګریزو بنسټونو سره تړلي یاست، راشئ د دې ځواب راکړئ، په بل عبارت، موږ مذاکراتو ته تیار یو، موږ به دوام ورکوو، اما مداکرات به موږ سره اصولي وي.
اوس په اتفاق او اتحاد، د افغانستان ټول سیاسي قشر باندې غږ کووم چې همغسې چې امنیتي او دفاعي قوي خپل ثبات او ژمنه او مینه یې دې وطن ته ثابته کړې ، په خپله وینه یې ثابته کړې، سیاسي قشر د افغانستان هم په منسجم ارتباط کې راتللی شي، چې موږ په مخ لاړ شو او انشاءالله تعالی دا کار کیدونکی دی.
نو سوله راتلونکي ده، هغه سوله چې د افغانستان ولس یې غواړي، او د نظام په چوکاټ کې.
اخره نقطه مې انتخابات دي، یو ازاد ملت همیشه خپل تصمیم په ازادۍ نیسي، موږ مختلف نظامونه تجربه کړي دي، نسخه د مشکلاتو د حل نه شوه، یواځې د څلويښت کلن بحران د حل لار د اساسي قانون تطبیق او د ټاکنو ترسره کول دي.
د ارګ څوکۍ د قدرت ځای نه دی، د خدمت ځای دی، د پآرلماني ټاکنو د امنیت لپاره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه کووم، هغه ورځ مې تاسو ته د افغانستان د ولسواکۍ د ساتنې لقب درکړ، یو شکایت مې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تړاو نه دی اوریدلی.
زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو راتلونکي دنده دا ده چې د سرتاسري، شفافو او ټول شموله انتخاباتو ته زمینه برابره کړي،
پریږدئ چې د افغانستان خلک پریکړه وکړي چې دا کښتۍ په دې وخت کې څوک ساحل ته رسولی شي.
افغانستان زموږ او ستاسو ټولو څخه لومړیتوب لري، ځکه پرته له افغانستان موږ یو هم اهمیت نه لرو، در په دري مو لیدلې که نه؟ در په دري کې کوم عزت شته؟ د مهاجرت شپې ورځې مو تېرې کړي، ایا کومه ورځ مو زړه ارام و؟ نن د خدای فضل دی، هر څه لرو.
که د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر په ژمنتیا، صداقت او تعهد سره مخ ته لاړ شو، دا باعزته بیرغ به په قرنونو رپانده وي.
زه بیا هم له ستانکزي صاحب مننه کووم، سراج صاحب او عابدي صاحب ته مبارکي وایم، له ټولو افغان امنیتي او دفاعي قواوو څخه مننه کووم، د مجلس له حاضرینو مننه کووم.
زه باور لرم چې له هغو بحرانونو چې وتلي یو، اوس هدف ته نږدې یو، یو څو واضح او قاطع حرکتونو ته ضرورت دی،
اساسي خبرې دا چې یو باید له تاریخ عبرت واخلو، تېر فلم مو چې لیدلی، اجازه مه ورکوئ چې بیا تکرار شي، بل دا چې ماضي ته مه تسلمیږئ، هغه وایي چې مار خوړلی له پړي ډاریږي. موږ باید له پړي و نه ډار شو، په نیت، اراده او ژمنتیا باندې دا بحرانونه تیریږي، اود افغان ځواکونو قربانۍ به د تاریخ زرینو کرښو باندې ولیکل شي.،
تل دې وي افغانستان
پای

Share this page to Telegram

Comments