د ملي امنیت عمومي ریاست ته د سرپرست رییس معرفي غونډه کې د ولسمشر غني وینا / دویمه برخه

comments 0

0 Views

زموږ پولیس، څو ځل موږ د دې شاهدان و چې پولیسو یو ځانمرګي ته غیږ ورکړې چې ملکي وګړي خوندي کړي، لسګونه ځل خلک د دې ډول پېښو شاهدان دي، دیته ملي تعهد وایي.
نو ویلی شو، چې امنیتي او دفاعي قواوې زموږ د ازادۍ ساتونکي ، د اساسي قانون دفاع کوونکي او د ولسواکۍ ساتونکي دي. زه د زړه له کومې له هر یو مننه کووم.
زه له مشاور وزیر جناب ستانکزي صاحب مننه کووم، چې څو خیبثته سنت یې له منځه یوړل او څو نجیبه سنت یې رامنځ ته کړل، اول دا چې جناب سراج صاحب چې ملي امنیت کې یې یو اساسي نقش درلوده، او بل دا چې جناب عابدي صاحب چې له نن ورځې وروسته به د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال وي.
مګر په ځانګړي ډول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ له دښمن سره توپير لري، موږ حساب ورکوو او ځواب ویوونکي یو، نجیبه سنت چې جناب ستانکزي صاحب رامنځ ته کړل، هغه تېروتنې چې تر لاس لاندې کسانو کې و، خپل ځان یې حساب ورکوونکی وباله او استعفا یې وکړه.
دا د ستانکزي صاحب تیریدنه ده، له دې هېواد سره ژمنتیا او فداکاري ده. زه ورڅخه مننه کووم.
زه تمه لرم چې دوه همکاران، دوه ورونه، سراج صاحب او عابدي صاحب به وتوانیږي چې یو داسې بدلون رامنځ ته کړي چې مسلکي وي او دوام پيدا کړي.
له بیرون مې درته کس نه دی راوړی، د خالد صاحب، اندرابي صاحب او ستانکزي صاحب څنګ کې سراج صاحب تربیه شوی او نن د رهبرۍ نقش ته چمتو دی.
افغان ملت له یوې خوا، ملي اردو او ملي پولیس له بلې خوا په تاسو باندې حساب کوي.
حساب په دې مانا چې ملت خاصتا د ملکي وګړو د خوندیتوب برخه کې له تاسو غوښتنې لري. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په تاسو حساب کوي چې اطلاعات په وخت ورکړئ، لازمې وړاندوینې ورسره شریکې کړئ او اساسي همکاري ورسره وکړئ.
نن افغانستان په یو خاص موقف کې دی، ځکه دوه عمده، مرکزي موضوعات لري، یو سوله ده او بل ټاکنې دي، د افغانستان خلک ډير هوښیار دي،.ماته یو ملک صاحب راغی، عجیب انسان و، دې وطن باندې ډيره مینه لري، ډيرې زیاتې قربانۍ یې ورکړي، هم په ژبه، هم په ټوپک، ویل یې پرون چا سره غږیدم، یو چا ته مې وویل چې طالبانو ته ووایه چې د سولې اصلي ادرس د افغانستان اسلامي جمهوري ارګ دی، په نورو ادرسونو مه ګرځئ.
د سولې د پروسې مالکیت د افغان ولس دی، سوله نن د افغانستان په ولس کې ملي ده، سمتي نه ده، قومي نه ده، حزبي نه ده، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او تاسو ولیدل چې مشورتي لوی جرګه کې دې ستر ولس د سولې لار در وښودله، ولس ویلي و چې مذاکرات بې قید و شرطه و، خو سوله بې قید و شرط نه ده.
اوس مذاکرات پرته له اوربند غیرې ممکن دي، موږ مذاکراتو ته تیار یو، اما که طالبان فکر کوي چې موږ ډاروي، دې زمریانو ته وګوره (اشاره افغان ځواکونو ته) داسې ځواب به درکړي چې ملا به دې ماته شي.
دا چې موږ په عزت غږیږو، دا چې موږ په حقیقت غږیږو او موږ په شریعت غږیږو، مانا یې ډار نه دی، تاسو ټول شاهدان یاست، هر څوک چې ارګ ته راغلي دی، اته دیرش ځل زه قول اردوګانو ته تللی یم، هر یو تاسو ته ما لاس درکړی که نه؟، هر یو له تاسو سره ما روغبړ کړی، که نه؟ ملا هیبت الله دې ووځي، یو ورځ دې ځان وښيي، حتا په ویډیو کنفرانس کې دې افغانانو سره خبرې وکړي.
پټو پردو پسې ځان مه پټوئ، ښکاره لمر ته راشئ، دا ګز او دا میدان.
زموږ لاره واضح ده، موږ د سولې لار انتخاب کړې،پایداره سوله، باعزته سوله، موږ شاته نه ځو، ډیر به ښکته پورته راشي، اما دا وطن سوله غواړي او موږ په سوله باور لرو، د سولې مالکیت د افغانانو دی، د سولې طرحه د افغانانو ده او عمل به یې هم د افغانانو وي.
موږ و چې ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع مو منځ ته راوړه، موږ د سولې شرایط برابر کړل، خو طالبانو ترې غلط برداشت وکړ.
دا ملت په ګواښونو چاته نه تسلمیږي، بله دا چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چې ترخې تجربې یې لیدلي، بیا به چاته اجازه ورکړي چې هغه طیارې چې موږ د ځان په وینو لاس ته راوړي، د کباړ په بیه خرڅې کړي، نا، هر کله نا، هرکله نا.
موږ منسجمه نقشه لرو، منظم پروګرامونه لرو، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو ته ورځ تر بلې پياوړتیا وربخښو، د سولې مالکیت د افغانانو په غوښتنه له افغانانو سره دی،
دوام لري……………

Share this page to Telegram

Comments