د ملي امنیت عمومي ریاست ته د سرپرست رییس معرفي غونډه کې د ولسمشر غني وینا / لومړۍ برخه

comments 0

9313 Views

بسم الله الرحمن الرحیم
جناب رحماني صاحب، جناب خالد صاحب، جناب اندرابي صاحب، جناب وزیر صاحب مشارو ستانکزی صاحب، جناب لوی درستیز صاحب، جناب سراج صاحب، د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت مرستیالانو، جنرالانو، صاحب منصبانو، د ملي اردو، ملي امنیت او ملي پولیسو سربازانو، تر هر څه لومړی د حضرت محمد ص مبارکه تحفه درته وړاندې کووم، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
لومړی د محرم لسمه او د شهید احمدشاه مسعود ورځ د شهادت ورځ او همدارنګه نور پرافتخاره شهیدان، مزاري صاحب، استاد رباني، کاظمي صاحب، حاجي عبدالقدیر، حاجي عبدالحق، جنرال صاحب رازق، د امنیتي او دفاعي ارګانونو پرافتخاره شهیدانو ته د ازادۍ په لار کې د شهادت مبارکي وایم. روح دې ښاد وي.
نن یوه داسې ورځ ده چې غواړم له ټولو قهرمان، شجاع او زړه ورو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړم.
ستاسو میړانه او شجاعت د دې ملت او سراعلی قومندان لپاره د افتخار وړ ده،
په سختو شرایطو کې چې نور خلک د ډاره لړزیدل، امنیتي او دفاعي قواوې لکه د شېر غوندې غوریدل.
د وردج او یمګان ولسوالیو بریاوې چې څو ساعته مخکې ترسره شوې، ټولو ته مبارک وایم.
یړ حقیقت باندې باید پوه شئ، افغان امنیتي او دفاعي قواوو نه ماتې خوړلې، او نه به هیڅکله ماتې وخوري.
دلته هم امنیت شته، هم اراده شته او هم ظرفیت شته او تر ټولو زیات ملي ژمنتیا شته دی او د دې خاورې له لویشت، لویشت څخه تاسو دفاع کوئ او د دې خاورې اصلي او واقعي بچیان یاستئ.
په افغان امنیتي او دفاعي قواوو کې د میرمنو له ګډون مننه کووم، او په ځانګړي ډول د ملي امنیت په چوکاټ کې د ښځو له ګډون مننه کووم.
په تېرو پنځه کلونو کې موږ یوه اوږده لار طی کړه، بیلابیلو بحرانونو سره مخ شول، خو زه په یو څه ډير افتخار کووم، چې په تېرو سل کلونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دومره ولسي ملاتړ نه درلود لکه نن یې چې لري. ولې؟
ځکه چې موږ ټول له دې ملت راولاړ شوي یو، زه خو ارګ میشتی نه وم زیږیدلی، له ملت پیدا شوی یم، د ملت په اراده مې خدمت کړی دی، او هر کس د امنیتي او دفاعي قواوو رضاکار دی، زه په دې رضاکارانو ویاړم.
زه هر کله د افغانستان له قهرمانانو یادوونه کووم، زه غواړم چې د افغانستان د نن ورځې په قهرمانانو هم افتخار وکړم، هره ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو قهرمانان له ځانه یوه حماسه ښکاره کوي.
خویندو او وروڼو، پنځه کاله وړاندې فکر وکړئ، هغه کسانو چې ځان ته به یې متخصص او کارپوه ویل، نه به یې ویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به شپږ میاشتې هم امنیتي او دفاعي ځواکونه دوام و نه کړي؟ اوس دا متخصصین چرته دي چې خپلې وړاندوینې بیرته ځواب کړي.
ځکه موږ دا وطن په وینه جوړ کړی، او په وینه به ترې دفاع کوو، زموږ قهرمانان نوم ورکي نه دي، د ملي امنیت ځواکونه چې خپل ځان نوم ورکي یادوي، زه د هر یو څېره پيژنم، له هر یو مننه کووم، او له فداکاریو مو منندوی یم.
زمو مسلح ځواکونو درې سره لاسونه سره ورکړي او یو موټی دی، ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنیت نن یوه زنځیري سلسله ده چې په اساسي ډول سره تړل شوي دي او انشاءالله د هرې ورځې په تیریدو پیاوړي کیږي.
یو کس تېره ورځ تعجب وکړ چې پوځي عملیات ۹۰ سلنه د افغان کمانډو او ځانګړو ځواکونو له لوري په خپلواک ډول ترسره کوي، زه له ټولو کمانډو ځواکونو قول اردو قومندان او د ځانګړو قطعو له قومندانۍ مننه کووم.
دوام لري……………

Share this page to Telegram

Comments