د ملي امنیت شورا د هیواد د وسله والو ځواکونو فعالیتونه ستاینه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ د ملي امنیت شورا په غونډي کې د افغان امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې یې وستایلې.
ارګ نه په خپور شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: ولسمشر محمد اشرف غني دغه ناستې کې د جوزجان، فاریاب، سرپل، ننګرهار، لغمان، زابل، ارزګان، کندهار او هلمند امنیتي وضعیت وڅیړه او ترهګرو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې او هڅې یې وستایلې.
خبرپاڼه زیاتوي: چې ناسته کې نورو مسایلو ترڅنګ اختر او د شهید اونې په مناسبت امنیتي ارګانونو ته وظیفه وسپارل شوه چې د خلکو خوندیتوب په او ښه امنیت په موښه په ګده یو ښه او جامع پلان له مخې کار ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اختر په مناسبت مرکز او ولایاتو په ګدون سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ترڅ دښمن اختر کې ترهګرې اعمال ترسره نکړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *