د ملي امنیت شورا دفتر وایي،طالبان لا هم تاوتریخوالی ته دوام ورکوي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: دملي امنیت شورا دفتر وایي،وسلوال طالبان د سولې ملي پروسې ته ژمن او معتهد نه دي،لاهم د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې تاوتریخوالی ترسره کوي.
د ملي امنیت شورا دفتر زیاتوي،وسلوالو طالبانو د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې یوازې په تیرو دوه اونیو کې ۸۹ تنه ملکي وګړي په خپلو بریدونو کې شهیدان کړي او ۱۵۰تنه نور ټپیان شوي دي.
بل لوري د هېواد په بېلو بېلو ولایتونو کې ولسي وګړو د طالبانو بریدونه غندلي او د ملکي وګړو په وژنه یې ژوره خواشیني ښودلې.
دوی له طالبانو غوښتي دي،چې نور د پردیو موخو لپاره جګړه مه کوئ او بې ګناه افغانان مه شهیدانوئ.
وسلوالو طالبانو په دې اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments