د ملي امنیت سلاکار: ترهګر د افغانستان او عراق ګد دښمن دې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د عراق سفیر سره لیدنې پر مهال د ملي امنیت سلاکار وویل چې ترهګر عراق او افغانستان ته ګد دښمن دې.
د ملي امنیت شورا نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې: د ملي امنيت سلاکار د عراق پر سفارت له ياد بريده وروسته د دغه هېواد له سفير فرزدق زهيرالغلاى سره وکتل.
خبرپاڼه کاږې ، حنیف اتمر پر ياد بريد خواشيني وښوده او عراق يې د افغانانو دوست او ورور هېواد وباله.
نوموړي دغه لیدنه کې ترهګري د ټول بشریت په ځانګړې توګه د افغانستان او عراق د خلکو ګډ دښمن بللې او ویلي دي چې ترهګر نه غواړي چې د دغو هېوادونو شریف خلک په ارامۍ او سوکالۍ کې ژوند وکړي.
اتمر زياته کړه چې داعش ډلې د افغانستان په ننګرهار او د عراق په موصل کې سخت او مرګوني ګوزارونه ولیدل چې د سترو ماتو له امله يې د انتقام په موخه په کابل کې د عراق سفارت په نښه کړ.
دغه لیدنه چې د مصر په سفارت کې ترسره شوې وه د عراق سفیر فرزدق زهیرالغلای د ترهګرو په له منځه وړو کې د افغان ځواکونو چټک اقدامات او مېړانه ستایلې او ویلي دي: افغان ځواکونو په لږ وخت کېعراقي ډیپلوماتانو او د سفارت کارکوونکو یې وژغورل او ترهګر یې له منځه یووړل.
د ليدنې پر مهال دواړو لورو د تروریزم پر وړاندې پر مشترکې مبارزې هم ټینګار کړې دې.
دا په داسې حال کې ده چې د عراق پر سفارت برید مسوولیت داعش ترهګړې ډلې په غاړه اخیستې وه.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply