د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په لوګرکې۲ تنه وسلوال هغه مهال وژلي چې په افغان ځواکونو یې بریدونه کول

comments 0

1 Views

هندوکش – لوګر: د ملي اردو ځانګړو ځواکونو قول اردو قوماندان وايي، چې وسلوالو طالبانو د لوګر ولایت په مرکز پتخواب بازار حضرسیمه کې دافغان ځواکونو په پوستونه بریدونه کړي، چې دافغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې یې برید په شا تمبولی او په پایله کې ۲تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې ۵ میله وسلې او ۲ بوجۍ چاودیدونکي توکي دملي اردو ځواکونو له خوا له منځه وړل شوې دي.
په ورته وخت کې دلوګر مدني فعالان او ځوانان دطالبانو په کړنو نیوکه کوي او وايي، چې طالب مشران او جنګیالي یې دسولې ملي پروسې ژمنو ته درناوی نه لري.
دوی همدا راز وايي، هغه طالب وسلوال چې دافغان حکومت له لوري له بنده ازادیږي بیاځلي جګړې ته ستانه شوي او دافغان ځواکونو په وړاندې جګړه کې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments