د ملخوزو ورجي

comments 0

0 Views

لازم مواد :-
1- پنډي ورجي 2 كيلو
2- 2- ملخوزي 100 ګرامه
3- غوړي 375 ګرامه
4- بوره يا ګوړه 750 ګرامه.
د پخولو طریقه:
ورجي پاكي كړى او د دوو ساعتو لپاره يې خيشتې كړى. وروسته بيا غوړي په دېګ كي واچوى او پر اور باندي يې كښېگـږدى چي سره سي بيا ملخوزي ور واچوى او لږ يې سرې كړى چي ونه سوزي بيا ورجي ور واچوى او په كفګير باندي يې سره واړوى او را واړوى، وروسته بيا اوبه او خوږ رنـګ ور واچوى او كښې يې ږدى چي ورجي پخې سي. كله چي پخې سوې بيا نو بوره يا ميده سوې ګوړه ور واچوى او وې لړى چي سره ګډ سي ، بيا يې د نيم ساعت لپاره دم كړى.

Share this page to Telegram

Comments