د ملا فضل الله زوی وژل شوی

comments 0

3 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني طالبانو تایید کړه چې بې پیلوټه الوتکې برید کې د دوی د مشر ملا فضل الله زوی وژل شوی دی.
پاکستاني طالبانو د تحریک په ادرس رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ملا فضل الله ۱۶ کلن زوی عبدالله په هغو ۲۱ وسله والو کې شامل و چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه د بې پیلوټه الوتکې یو برید وژلي دي.
پاکستاني استخباراتي چارواکو ویلي، عبدالله کونړ ولایت ته نږدې د چاوګام سیمه د مارچ پر شپږمه نېټه په یوه برید کې هغه مهال ووژل شو چې د ځان وژونکو د روزنې پر یو کمپ بې پیلوټه الوتکې برید وکړ.
په برید کې د طالبانو دوه نور سیمه ییز قوماندانان ګل محمد او استاد یاسین چې ځان وژونکي یې روزل هم وژل شوي دي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply