د ملا عبدالغني برادر د تګ سره سم د پاکستان رسنیو د ملا هبت الله مرګ رسنیز کړی

comments 0

110 Views

هندوکش ـ پاکستان: پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر د سفر سره سم د پاکستان رسنیو د ملا هبت الله مرګ رسنیز کړ، د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو د ملا برادر سره ګرمه ستړې مه شې وکړه او هغه یې په غېږ کې ټینګ کړو، او د ده لپاره تبلیغات پیل کړي.

عام باور دا دی چې ای اېس ای د ملا هبت الله دوسیه بنده کړه او د ملا برادر رهبرۍ ته یې په ډېره چټکې سره کارونه شروع کړل چې ملا برادر رهبر کړي او د همدا ملا برادر د رهبرۍ لپاره یې د کویټه د کچلاغ په یوه جومات کې په بمې چاودنه کې د ملا هیبت الله ورور ځکه ووژل شو چې هغه د ملا برادر د ځای ناستې غوښتنه و نه کړي .

له هغه وروسته چې د کوېټې د کچلاغ سیمې په یوه جومات کې چاودنه وشوه، د ملا هبت الله د کوچني ورور حافظ احمدالله د مرګ خبر ورکړل شو، دغه جومات کې چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله هم شتون لرلو په دغه چاودنه کې ټپي او وروسته یې د پاکستان په یو پوځي روغتون کې ساه ورکړې وه. خو هغه وخت وسله والو طالبانو او پاکستان دا هر څه پټ ساتلي و.

دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments