د ملا د درد سببونه

comments 0

0 Views

د ملا دردونه په بېلابېلو شرایطو کې ګڼ سببونه لري ځینې دردونه کېدای شي فوق العاده شدید او ځوروونکي واوسي ، کېدای شي ځینې دردونه د ځینو پېښو یا ضرباتو له وجې ملا زیانمنه کړي خو ځینې داسې دردونه هم شته چې پرته له سببه ملا اغېزمنه کوي .

د بېلګې په توګه
کله چې یو کس د ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې لپاره په یو وضعیت کې ناست یا ولاړ پاتې کېږي

د ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې لپاره په یو حالت پاتې کېدل د ملا ه‌‌‌‌‌‌ډوکي تر فشار لاندې ساتي او د ملا درد سبب کېږي.

د ملا دیسکونه چې د ملا د مهرو تر منځ واقع شوي د خپلې تغذیې لپاره حرکت ته اړتیا لري ، کله چې دا ه‌‌‌‌‌‌ډوکي د ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې لپاره په یوه وصعیت کې پاتې شي د ملا دردونه رامنځته کوي.

که تاسو د ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت لپاره په یو حالت پاتې کېږئ نو اړینه ده چې په وقفه ای توګه ملا ته حرکت وکړئ یا کششي حرکتونه ترسره کړئ او یا پلی تګ وکړئ .
تاسو ښایي د ورځې ‌‌‌‌‌‌ډېره برخه له کمپیوتر یا تلیفون سره لګوئ نو باید د ملا ه‌‌‌‌‌‌ډوکو ته مو پام وساتئ تر څو د درد سبب نشي .

Share this page to Telegram

Comments