د ملامحمد عمر زوی:ځانمرګي بریدونه او د ملکي وګړو وژل حرام دي

comments 0

124 Views

هندوکش ـ هرات: په هرات کې اوس اوس د ملاعمر د مشر زوی مولوي يعقوب له لوري د ځانمرګو بریدونو د حرمت او ملکي وګړو د وژل کيدو د نامشروع بللو فتوا ورکول شوې ده.

د هرات په ګلران او ځينو نورو سیمو کې د  طالبانو د شته مشر ملاهبت الله مرستيال مولوي يعقوب ويلي دي چې ځانمرګي بریدونه نامشروع دي او د ملکي وګړو وژل هم په اسلام کې ناروا کار دی.

په هرات کې ځايي مسولینو هم منلې چې ددې ولايت په څو سیمو کې  د مولوي يعقوب د کسانو له لوري ورته شپې پاڼې ويشل شوي دي.

د ګلران اوسيدونکي جانان هندوکش ته وویل:« سهار چې لمانځه ته را و وتم په دیوالونو مې پر ځينوپاڼو سترګې ولګيدې يوه مې له ديوال څخه را وشلوله چې په جومات کې مې وکتله د مولوي يعقوب پيغام وو، همداسې ډيرې نورې هم وې.»

دوی وايي:« تر دې مخکې هم ورته شپې پاڼې په يادو سیمو کې نشر شوې وې او پکې ويل شوي وو چې د بهر څخه د راوړل کيدونکو مالونو غوښې خوړل حرام دي.»

دا لومړی ځل دی چې د ملاعمر زوی د پلار تر وژل کيدو کلونه وروسته د طالبانو پر ضد د زړه خبره پر شپه پاڼه له خولې باسي.

مولوي يعقوب چې د پلار تر وژل کيدو وروسته په  کوټه کې د هبت الله او پاکستان له لوري څو وارې په زوره د ځينو خبرو منلو ته اړ کړای شو يو ځلې قطر ته هم وتښتيد خو اوس اوس ويل کيږي د نوموړي د پلرني رسوخ له امله بیرته پاکستان ته راوستل شوی دی خو يو ډول يي د طالبانو شته کړنې خوښې نه دي.

يادې شپې پاڼې په داسې حال کې خپرې شوي دي چې مياشت مخکې طالبانو د شلو ولايتونو خپل سري والیان او ځينې ولايتي مسولین هم بدل کړل او ويل کيږي ډيری بدل شوي کسان  د ملاعمر زوی ملایعقوب او د ملاعمر پخواني ځای ناستي مولوي اخترمحمد منصور ته نيږدې کسان وو.

د طالبانو د وژل شوي مشر ملاعمر زوی چې په کوټه کې ژوند کوي د پلار له وژل کيدو سره سم يي د طالبانو ځينې کړنې نقد کړې او پر دې هم خواشينی وو چې ولې له ده او کورنۍ څخه يي پاکستان او کوټې شورا د پلار د وژل کيدو کیسه دوه کاله پټه کړې وه.

طالبان چې اوس په خپل منځي ستونزو لګيا دي تر ډيره پکې خپل سري اوج ته رسيدلې ان تر دې چې په هلمند کې يي خپل سری والي ملا منان، قاضي القضات شيخ عبدالحکيم،مالي مسول مولوي ګل آغا او مولوي ذاکر د کوټې شورا خبره نه مني او نه هم له هغوی سره د هلمند د ترياکو او نړۍ والې مافیا له لوري دوی ته ورکول کيدونکي عايدات شريکوي.

باید وویل شي چې په پاکستان کې هم د ډيری طالب مشرانو د کورنیو د برمته کيدو او پر دوی د پاکستاني حکومت د ظلم او وحشت کيسې رسنیو ته راوتلي دي او تیر کال تر شپيته ډير طالب مشران په پاکستان کې وروسته تر هغه په مرموز ډول و وژل شول چې يو ډول د سولې خبرو ته لېوال وو.

اوس اوس ويل کيږي د نویو والیانو له ټاکل کيدو سره سم د لرې شویو هغو د وژل کيدو پريکړه هم شوې خو پاکستان دا ځلې ددې لپاره چې راز يي ډاګیز نشي طالب مشرانو  ته ويلي دي چې ډيری طالب مشران دې تر دې وروسته په افغانستان کې له منځه يوسي.

په هرات کې د مولوي يعقوب له لوري د ځانمرګو بریدونو د حرمت خبره په داسې حال کې شوې چې تر دې مخکې په ورته بريدونو کې زرګونو ملکي افغانان په شهادت رسيدلي دي او څو ځلې افغان علماوو او د نورې نړۍ مفتيانو هم ورته بریدونه حرام او له اسلام سره په ټکر کې وبلل.

Share this page to Telegram

Comments