د ملاعمر له مرګه د طالباو استفاده او د مشروعيت ناکامه هڅه / مولوي جلال الدین حقیار

comments 0

0 Views

ملاعمر که څه هم د پردې مخ ته د طالبانو مشر وو، او خلکو ته ذهنیت همداسې ورکول شوی وو خو تدریجي دا کیسه را روښانه کيږي چې نوموړی یوازې په سمبولیک ډول کارول شوی وو څو په دودیزه ټولنه کې طالبانو ته د مشروعيت يو ادرس وي او خلک داسې فکر وکړي چې طالبان يوازې او يوازې  د الله لپاره مبارزه کوي.

اوس اوس د هالنډۍ ميرمنې «ډم» په کتاب کې چې د ملاعمر په اړه څه لیکل شوي دي چې نوموړی په زابل کې وو او د امریکايي پوځ له يو مرکز سره نيږدې يي ژوند کاوو دا تر ډيره افوهات دي ځکه چې آی اس آی د ځینو مبهمو څيرو پر مټ هڅه کړې طالبان له ځانه بیل وښيي او طالبانو هم هڅه کړې چې له پاکستان سره د دوی د اړيکو له امله چې کومه کرکه موجوده ده په ورته افوهاتو سره يي را کمه کړي.

پاکستان او طالبانو داسې پتيلې وه چې که امریکا له دوی سره مخامخ خبروته کينو نه يوازې په افغانستان کې به د دوی پر ضد شته کرکه کمه شي بلکه خلک به لارو ته را ووزي او د پاکستاني سياست پر ضد را منځ ته شوی نظام به نسکور شي، د ډاکټر نجيب دوهمه تجربه به په بله بڼه تکرار شي او په کابل کې به د يو بل لاسپوڅي نظام لپاره بستر برابر شي خو کيسه برعکس شوه کله چې طالب پلاوی مسکو ته ولاړ تر نظام او دولته ډير خلکو وغندل، کله چې دوی له ایران سره اړيکې ټينګې کړې تر حکومته ولس د کرکې اسرار ډير کړ او کله چې خلک پوی شول چې دلته  حاکم طالبي افکار له پنجاب، مسکو او تهران څخه خړوبیږي د نظام د نسکوریدا پر ځای له نظامه د ملاتړ داسې چيغې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه را پورته شوې چې اټکل يي هم نه وو شوی نو له همدې امله آی اس ای دوهم اپشن رامخکې کړ او د يو ډراماتيک کتاب کيسه يي را برسيره کړه.

خو که چیرته دا ومنو چې ددې هالنډۍ خبريالې په کتاب کې هرڅه رښتيا دي او هيڅ شی پکې دروغ نه دي نو هلته ښکاره لیکل شوي دي چې د طالبانو تر ماتې وروسته ملاعمر په ډيرو تصامیمو اډو خبر نه وو او هغه خپل ځای ناستي ملاعبیدالله او ملاعبدالغني برادر ټاکلي وو.

د نوموړې خبريالې خبرې د طالب مسولینوخصوصا عبدالحی مطمین او عبدالسلام ضعیف په شان قلم په لاس هغو سره عملا په ټکر کې دي، ددې خبريآلې خبرې په زابل کې د قتل عام شوي منصور دادالله او باغي ملارسول ډلې له خبرو سره چې عملا په طالبانو کې وو بیخي په ټکر دي نو کله چې حقیقت پلټل کيږی څنګه د يوې خبريالې خبرې سمې خو د یو طالب مشر خبرې دې ناسمې وي.

ددې خبرو له ګرميدو سره سم په زابل کې د طالبانو د مخکښ قومندان ملادادالله ورور منصوردادالله د بغاوت غږ پورته کړ،د  ملارسول په مشرۍ بله ډله له طالبانو ددې له امله بیله شوه چې ملاعمر تري تم دی او د قطر دفتر پخواني مشر سيد طيب آغا هم څو ځلې پاکستان ته د سفر پر مهال غوښتنه کړې وه چې باید له خپل مشر سره وګوري خو د طالبانو د خپل وخت ټولواک ملااخترمحمد منصور ورته ویلي وو چې لوی ملاصاب په خوندي ځای کې دی لیدل ورسره ناشوني دي.

ملاعبيدالله د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر وو او چې کله هم د ملاعمر ځای ناستی شو نو لس کاله يي په پاکستان کې زندان تیر کړ او په هم هغه زندان کې ومړ، کله چې د هغه دوهم ځای ناستي ملاعبدالغني برادر هڅه وکړه چې د خپل مشر امر پر ځای کړي او طالبان له مبهم حالت او نامعلوم مشرتوبه را وباسي هغه هم بندي شو او تر څو مياشتو مخکې پورې هم بندي وو، اوس چې خوشئ شوی دی په قطر کې نظربند ساتل شوی دی او ويل کيږي روغتيايي وضعيت يي هم سم نه دی.

کله چې د ملاعمر د مرګ کيسه تقريبا تر افشا کيدو پورې ورسیده طالبانو په لومړي ځل درې کاله پر ويلو دروغو اقرار وکړ او رسما يي ومنله چې ملاعمر درې کاله پخوا مړ شوی دی او اوس يي کارونه اخترمحمد منصور پر مخ وړي، اخترمحمد منصور هم ددې لپاره چې خپل قوت رسما ثابت کړي په زابل کې يي د ملادادالله کورنۍ قتل عام او ښځې برمته کوټې ته له ځان سره بوتلې، د ملارسول ډلې پر ضد يي وسله واله جګړه پيل کړه چې لا روانه ده، د احمدالله ناني او صمد ثاني په ګډون ډير طالب مشران يي د پاکستان زندانونو ته واچول او د ملاعمر یوازنی زوی مولوي يعقوب يي کلابند وساته خو کله چې پاکستان پر منصور شکي شوچې تر طالبانو ډير کار خپل شخصي کاروبار او د تریاکو قاچاق ته کوي  د نوموړي ځای يي امریکا ته ور وښود او امریکايي بې پيلوټه الوتکې په بلوچستان کې په هوايي برید کې باد باد کړ او پر ځای يي د ملاعمر فوټوکاپي او سمبولیک شخصيت ملاهبت الله يوې مدرسې څخه را و ويست او په کوټه کې يي ورته بیعت واخيست.

بل مهم بحث دادی چې موږ باید په روان وضعيت کې د ورته ډيرو استخباراتي افوهاتو او ډنډرو په تړاو باید مخکې له مخکې تیاری ولرو، طالبانو په تیرو ولسو کلونو کې تر ولس ځلې ډير دروغ ويلي دي، تر شل ځلئ ډير يي د خپلو مشرانو پر ترور او يا نيولو باندې ځان غلی نیولی دی خو موږ پوهيږو چې چې ملا عبیدالله سره څه وشول؟ له ملابرادر سره څه روان دي؟ اور ژبی ويناوال مولوي ياسر چیرته تري تم شو؟ طالب مشران چیرته بندیان دي؟ او په افغانستان کې د روان وحشت د سوق او ادارې مرکز چیرته دی؟

طالبانو چې مولوی اغاجان معتصم، سيد طيب آغا، دادالله منصور، مولوی عبیدالله قانع نکړل، د ملاعمر له يو زوی مولوی يعقوب سره يي وفا ونکړه او په پآکستان کې در په در ګرځي د ورته کتابونو او شايعاتو په خپرولو سره به خپل تصویر بدل نه بلکه نور هم پيکه کړي.

Share this page to Telegram

Comments