د ملاعمر زوی مولوي يعقوب ولې د دوحې په ناسته کې نه وو؟

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل طالبانو له پاکستان څخه ۳۰۰ تنه د دوی پلوي پاکستاني ملایان،طالب پلوي نفوذي څيرې او ددې ډلې مشران ور بللي وو.
یو شمېر پاکستاني ملایان چې د ملګرو ملتونو او امریکا د سفر له بنديز سره مخ وو ونشوای کړای چې دوحې ته ولاړ شي خو په دوی کې یو شمېر مهم طالب مشران هم د پاکستان له لوري اړ شوي وو چې دې ناستې ته ولاړ نشي.
دوحې ته په بلل شویو طالب مشرانو کې پنځوس تنه يي چې د ملاعمر زوی او ځای ناستی مولوي يعقوب پکې وو د کراچۍ له هوايي ډګر څخه پاکستان راګرځولي وو.
به پاکستان کې طالب سرچینو رسنیو ته ويلي دي چې دې طالب مشرانو ته ددې له امله چې ټولو پاکستاني پاسپورتونه لرل اجازه ورنکول شوه چې دوحې ته ولاړ شي ځکه پاکستان ډاریده چې داسې نه د دوی د پاکستاني پاسپورتونو راز افشا شي.
ویل کيږي له هوايی ډګر څخه ګرځول شوي ۵۰ طالب مشران په تورو ښيښو لرونکو موټرو کې مخ پټو کسانو نامعلوم لوري ته وړي دي.
بلخوا د کوټې شورا يو شمېر ناراضي طالب مشرانو يو بل ته د پيغامونو د استولو په لړ کې ويلي دي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله پيغام هم د هغه نه وو.
دوی وايي چې ددې تاريخي ورځې په وياړ نوره اړتیا نه وه چې هبت الله ځان پټ کړي او که احیانا د ځان ښودنې ډار وو طالبانو باید د خپل مشر غږیز پيغام نشر کړی وی.
دوی وايي چې مولوي هبت الله په کوټه کې د نوموړي په جومات کې په خونړي برید کې له منځه تلی دی خو طالبانو د نوموړي مرګ هم د ملاعمر په شان ددې لپاره چې دوی بیا په خپل منځ کې بې اتفاقه نشي پټ ساتلی دی.
یاده دې وي چې تر دې مخکې د طالبانو بل مشر مولوي اخترمحمد منصور هم چې په پاکستاني پاسپورت يي ایران ته سفر کړی وو د بلوچستان په دالبندين سیمه کې امریکايي الوتکو په نښه او وواژه.
پاکستان کې منصور د مستعار« محمد ولي» په نوم د څو کړونو پيسو په بدل کې په کراچۍ کې په مهمو او قيمتي سیمو کې جایدادونه او کورونه اخیستي وو چې دوه اونۍ مخکې پاکستانۍ محکمې رسما لیلام ته وړاندې کړل.
سروچینه :پلازمینه خبري آژانس

Share this page to Telegram

Comments