د معدې جوش ناروغي

comments 0

0 Views

ټول هغه ناروغان چی د معدې د سوزش څخه شکایت لري د معدې محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږي او داسې احساس کوی لکه کپ یی چی نښتی وي کله کله د سینی درد ، د اواز خپ کیدل ، دشپی له خوا ساه تنګی او اوچ ټوخی ورته پیدا کیږی لاندی توصیی باید په پام کې ونیسی :
1. که وزن یی زیات وي وزن باید کم کړی .
2. د سترس میوو لکه لیمو او نارنج څخه استفاده ونه کړی .
3. چای او coffee استعمال نه کړی .
4. سګرت څکول بند کړی .
5. الکول باید استعمال نه کړی .
6. د غذا وړی وړی لقمی باید وخوری .
7. د چاکلیټ او شحمی غذا ګانو څخه ځان وساتی .
8. دشپی له خوا د غذا د خوراک څخه وروسته زر ویده نشی .
9. د ویده کیدو په وخت کې باید سر د بستر څخه د ۶ انچه په اندازه لوړ کیږدی یا د یو بالښت پرځای دوه بالښته کیږدی .
10. د کاربونیټ لرونکو مشروباتو لکه پیپسی ، کولا او داسی نورو څخه ځان وساتی د GERD ناروغي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *