د مصر لوی مفتي د کابل پرونی برید غندلی دی

comments 0

3 Views

هندوکش – مصر: د مصر هېواد لوی مفتي په کابل کې د میلاد نبي (ص) په ویاړ جوړه شوې غونډه باندې برید چې له امله یې تر۵۰ ډېر کسان ووژل شول په کلکو ټکو غندلی دی.
شوکي عالم یاد برید یو تروریستي عمل بللی او زیاته کړې یې ده، دا بریدونه د هغو ترهګرو کړیو لخوا سازماندهي کېږي چې غواړي د حق غږ خاموش کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د اورانوس په نامه ودونو تالار کې د میلاد نبي (ص) په ویاړ جوړه شوې غونډه باندې برید وشو چې له امله تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول او تر اویا ډېر نور ټپیان شول.
دا برید چې پړه یې تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستي په هېواد دننه او بهر په کلکو ټکو غندل شوی دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments