د مسکو له غونډې د روسانو برداشت / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

افغانانو چې روسان په کمو امکاناتو په لوړه قربانۍ مات کړل او روسانو ومنله چې افغانان د عقیدې له مخې سخته جګړه کوي او هیڅ زبرځواک به ورته تاب را نه وړي، روسان تر ننه هڅه کوي له افغانانو غچ واخلي، خو دا غچ دا ځل په توپ او ټانګ نه اخلي.
روسان دا ځل کار کوي چې پیسې او فکري انرژي مصرف کړي او له افغانانو داسې غچ واخلي لکه نویمو کلونو کې چې امریکا له روسیې واخیست.
د مسکو غونډه کې یو ځل بیا روسیې نړۍ او په ځانګړي ډول مسلمانانو ته وښودله چې افغانانو مشران څه ډول خلک دي، څه ډول د عقیدې په اساس خلک جنګوي او دې جګړې ته بیا د اسلام نوم ورکوي.
روسانو د طالبانو په منځ کې نیمه لوڅې نجونې خوشې کړې او بیا یې ترې عکسونه وویستل او خپاره یې کړل چې جګړه کې یې جنګیالي عقیدي په اساس جذب کړي، خو دوی په ماڼیو کې له نجونو سره ګډې سلفیانې وباسي.
طالیب به فکر کوي چې مهم دی ځکه یې خلک په قطر او مسکو کې عکسونه اخلي.
خو طالیب ته دې وویل شي چې په ژوبڼ یا باغ وحش کې هم خلک د حیواناتو عکسونه اخلي.
د یویشتمې پيړۍ انسانان ځکه د طالیب عکسونه اخلي تر څو نورو ته یې وښيي چې نن هم داسې وحشیان شته چې د خپلې عقیدې لپاره خپل خلک وژني او خپل هیواد ورانوي.
نن هم داسې عقیدوي لیونیان شته چې لکه حیوانات په اسانه غلطیږي. نن هم داسې وحشیان شته چې فکراً ۱۴۰۰ کاله مخکې زمانه کې اوسیږي او غواړي یویشتمه پيړۍ په څوارلسمه پيړۍ بدله
د شوروي او امریکا تر مینځ سوړ جنګ وو. هوښیارو هیوادو لکه پاکستان او ترکیې ګټې پکې وکړې خو کوریا، ویتنام او افغانستان دغه جنګ خپل کور ته راوړ او پخپلو کې یې سره وخوړل. په نتیجه کې یې په دغه هر هیواد کې میلونونه خلک ووژل شول. ویتنام او کوریا خو پخپله غلطي پښیمانه شول او زده کړه یې ترینه وکړه چې نن یې ځانونه په پښو درولي. خو افغانانو پخپله غلطي د جهاد نوم کیښود او مقدس یې وبله. بدبختي دلته ده چې لا هم ډیری افغانان په هماغه خپل خره سپاره دي. لا هم د خپل دولت په ضد هغې جګړې ته مقدس جهاد وايي، خپله غلطي یې نه ګڼي او زده کړه ترینه نه کوي.
نو په داسې فکر به مو خاورې حالت بدل شي، موږ چې بدل نه شو، هیڅ هېواد زموږ وضعیت نه شي بدلولی، تر څو به خپلو کې یو بل وژنو او بیا به نورو هېوادونو ته منډې وهو چې راشی زموږ جوړه وکړئ.
تر څو به د یو هېواد لپاره بل هېواد ماتوو او قرباني به ورکوو، بیا به دې جګړې ته اسلام او جهاد نوم ورکوو، اخر تر کمه نور بس دی، نور داملت ارام ژوند ته پریږدئ.
دا ملت نور حق لري چې له جګړې پرته ژوند وکړي، دا سیاسي سوداګر دې نور بل کاروبار پيل کړي، د جګړې له درکه دې نور ځان او اولادونه نه مړوي.
دا وطن خو د یو کال لپاره د ارام ژوند حق لري، دا وطن نور هیڅ د درد توان نه لري، نور بس دی بس دی بس دی.

Share this page to Telegram

Comments