د مسکو غونډه او د جګړې سوداګر / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د سه شنبې په ورځ د جګړې مخکیني او اوسني سوداګر د روسیه او افغانستان ترمنځ د سل کاله دیپلوماتیکو اړیکو د نمانځنې په پار راټول شوي و او دې ډلو د روسیې په کوربتوب د سولې بحثونه وکړل.
د سولې هر بحث د افغانانو او افغان حکومت له هرکلي سره مخ وي او هيڅوک ترې مخ نه شي اړولی ، خو د سولې پر سر معامله او سوداګري هیڅ افغان ته د منلو نه ده.
همدا چې سه شنبه مسکو کې جرګه و، دوی کې ځینو شل او دیرش کاله وړاندې د افغانانو په وینه او خاوره باندې تجارت کړی او ځینې یې همدا اوس د افغانستان خاوره خرڅوي او د افغانانو وینه د پردیو د ګټو لپاره تویوي.
افغانان د دې شاهد دي چې دیرش کاله وړاندې روسیې پر افغانانو څه حال راوستی و، همدا سه شنبه او چهارشنبه چې کرملین کې میلمانه دي، همدوی افغانان د روسیې پرضد راوپارول او د سولې هر غږ څخه یې مخ واړو او له روسیې سره یې هیڅ ډول اړیکې نه غوښتلې، په همدې شعار چې روسانو سره د افغانانو جوړه نه راځي، میلیونونه افغانان قرباني کړل، خو نن د همغې ماڼۍ په دسترخوان ناست دي چې کلونه وړاندې باید د سولې خبرې پرې شوی وی او افغانان له بدبختي جګړې خلاص شوی وی.
خو ښکاره خبره ده چې هغه مهال یې جګړه کې ګټې وې او نه یې غوښتل شخصي ګټې د افغانستان له ملي ګټو قرباني کړي، په ډول ډول شعارونه به یې ځوانان د جګړې لیکو ته لیږل او د سولې پر ځای یې جګړه باندې ټینګار درلود.
څه وشول، روسان ووتل، دوی خپل منځو کې یو بل ووژل، خپلو اولادونو باندې یې زده کړې وکړې او پردي اولادونه یې په یو او بل نوم ووژل، دوی لا هم جګړه کې ګټې ګورې او کار کوي چې که جګړه ختمیږي، نو څنګه به یې سولې پروسه کې ګټې خوندي شي.
دوی چې مسکو کې جرګه دي، د دې لپاره نه دي چې افغانان له بدبختۍ وژغوري، بلکې دا ناستې د دې لپاره دي چې څنګه ځان او پانګونه وساتي، څنګه یې پرضد سلګونه او زرګونه دوسیې خلاصې نه شي.
دا د پخوانیو مجاهدینو کیسه وه چې د امریکا په امکاناتو یې روس مات کړ او له دې درکه یې زیاتې پيسې لاس ته راوړي چې په بدل کې به یې افغانستان بنسټونه ورانول او افغانان به یې وژل.
د پخوانیو مجاهدینو تر څنګ طالبان هم مسکو کې جرګه دي، هغه ډله چې د جهاد او اسلام ترنامه لاندې کلونه وشول، افغانان وژني او افغانستان ورانوي، دا هر څه په ډاګه دي چې نه جهاد شته او نه جګړه د اسلام په چوکآټ کې ده، خو دا چې د طالب مشرانو په جګړه کې ګټې دي او له دې درکه امکانات ا اسوده ژوند لري، د سولې پر ځای جګړه باندې تمرکز کوي.
دا به څوک ومني چې افغان حکومت له امریکا سره اړیکې لري، مزدور او جهاد پرې کیږي، خو طالبان چې له روسیې، ایران او پاکستان سره اړیکې لري مجاهد دی او جګړه یې مشروعیت لري، خو ښکاره خبره ده چې پروژيي جګړه کې طالبانو مشران ښه ماړه دي او پردي اولادونه لکه د پخوانیو مجاهدینو قرباني کوي.
کاش دا ملت او دا مشران نور پوه شوی وای، د دې وطن ابادۍ ته یې مخه کړی وی، د دې هېواد اولادونو باندې یې رحم کړی و او نور له دې پردۍ جګړې یې لاس اخیستی وای.
جګړه د زبر ځواکونو ده او د جګړې سوداګر خوشحاله دي چې بهرنیو هېوادونو کنفرانسونو کې ګډون کوي او په سوله بحث کوي، خو افغان ملت دلته په دې تمه ناست دی چې یوه ورځ به سولې ته رسیږي.
هغه سوله چې کلونه یې ورته انتظار کړی چې په کور دننه به خپلمنځي خبرې پيل شي، خو د جګړې سوداګر کله په یو او کله په بل هېواد کې د سولې غوندې کوي چې هر هېواد ګټې پکې خوندي شي.

Share this page to Telegram

Comments