د مسکو د غونډې نېټه لا هم نه ده مالومه

comments 0

1054 Views

هندوکش – کابل: بهرنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه نه د مسکو د غونډې کره نېټه مالومه ده او نه یې هم څرنګوالی.
افغان چارواکو ویلي، د سولې په تړاو د مسکو غونډه د افغان حکومت لپاره مهمه ده، خو تر اوسه افغان او روسي چارواکي د دې غونډې د جوړېدو په برخه کې کوم جوړجاړي ته نه ‌دي رسیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت احمدي ویلي، تر اوسه د غونډې د جوړېدو د نېټې او څرنګوالي په اړه د روسي لوري سره هوکړې ته نه یوو رسیدلي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، هره غونډه چې د نړۍ په هر ګوټ کې د افغانستان د سولې په اړه کیږي، باید په کې د افغانستان رهبري او مالکیت په بشپړه توګه په رسمیت وپیژني.
تمه کیږي چې په دې غونډه کې به افغان چارواکي هم ګډون وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه نه ده مالومه چې په دې خبرو کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب څوک ګډون کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments