د مسکو درې ارخیزه ناسته د اعلامیې په خپرولو پایته ورسید

comments 0

0 Views

هندوکش – مسکو: مسکو کې د روسیې، چین او امریکا درې اړخیزه ناسته د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته رسیدلې.
اعلامیه کې د افغانستان ملي حاکمیت ته په درناوي له طالبانو غوښتل شوي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
درې واړه لوري بايد د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ، ارضي تماميت ته درناوی وکړي.
اعلامیه کې راغلي:
۱ درې واړه لوري د افغانانو په مشرۍ او مالکيت سولې خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې لازمو مرستو برابرول ته تيار دي.
۲ درې واړه هېوادونه به طالبان افغان پلاوي سره ، چې حکومت هم پکې شامل وي خبرو ته هڅوي.
۳ درې واړه لوري د نړيوالې ترهګرۍ پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه ستايي. له طالبانو غواړي داعش سره مبارزه وکړي او القاعده سره خپلې اړيکې قطع کړي.
۴ درې واړه لوري د افغانانو لخوا د هر اړخيز اوربند غوښتنه درک کوي او له ټولو خواوو غواړي د تاوتريخوالي د کموالي په موخه کوټلي ګامونه واخلي.
۵ درې واړه لوري له افغان حکومت او طالبانو غواړي د نشه يې توکو د قاچاق او کرکيلي د مخنيوي په موخه نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
۶ درې واړه لوري د بهرنيو ځواکونو په منظمه او مسوولانه وتلو ټينګار کوي او دا د سولې د پروسې يوه برخه ګڼي.
۷ له سيمه اييزو هېوادونو غواړي د دې درې اخيزې ناستې ملاتړ وکړي او په راتلونکې کې به يوه جامع نړيواله غونډه داير کړي.
۸ درې واړو لورو په بېجنګ کې له راتلونکې ناستې وړاندې په مشوره کولو هوکړه کړې او دا يې منلې چې د راتلونکې ناستې د تشکيل او نېټې پر سر به خبرې د سياسي چينلونو له لوري کېږي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments