د مستو كيك

comments 0

0 Views

لازم مواد:
1- هګۍ څلور دانې .
2- مستې يو ګيلاس ( چي ښه خټه او خوږې وي ).
3- ترميده اوړه ( 250 ) ګرامه .
4- بوره ( 200 ) ګرامه .
5- بيكينـګ پوډر نيمه كاچغه .
6- غوړي ( 150 ) ګرامه.
د پخولو طریقه:
د هګۍ ژړ او سپين سره بېل كړى. د هګۍ ژړ د بورې سره ګډ كړى ا و سره ويې وهى تر څو رنـګ يې سپين واوړي. غوړي هم په كاچغه باندي و وهى چي پاسته سي د هګۍ سپين بيل سره و وهى چي ځګ وګرځي. بيكينـګ پوډر په مستو كي واچوى او سره و يې وهى وروسته بيا په چټكي سره اوړه ور واچوى او سره ګډ يې كړى. ژر يې په غوړ سوي قالب كي واچوى او بيا يې د يو ساعت دپاره كښېږدى چي پوخ سي. كله چي كيك ښه پوخ سو او رنـګ يې طلايي واوښتى بيا يې را واخلى او كښې يې ږدى چي سوړ سي د غالب څخه يې را وباسى او پر سر باندي د كريمو ګلان جوړ كړى.

Share this page to Telegram

Comments