د مستو روغټیایي ګټې

comments 0

0 Views

د مستو خوړل بې شمیرې ګټې لري خو اوس طب پوهان وايي که نارینه په اونۍ کې دوه ځلې مستې وخوري
نو د اډینوموس(Adenomas) په نوم غدې یې په خپل حال پاتې کیږي.
د اډینوموس غدې چې په لویوالې شروع وکړي د سرطان خطرناک مرض ته لاره هواروي او نارینه په سرطان اخته کیږي، خو اوس طب پوهان وايي که څوک په اونۍ کې دوه ځلې مستې خوري نو ددغه غدې د لویدلو چانس ۲۰ فیصده راکموي.
د امریکا د سینټ لویس ښار کې د د واشنګټن پوهنتون د سکول اف میډیسن طب پوهانو وايي، په مستو کې دوه داسې پروبايټکس( ګټوري بکتریاوې) موجودي دي چې هغه په مقعد کې د ګټورو بکتریاو شمیرکې زیاتوالې راولي او هغه د ښه والې خواته بوځي، د اډینوموس غدې د خطرې کمولو تر څنګ د لویو کلمو سرطان څخه هم نارینه ژغوري.

Share this page to Telegram

Comments