د مزار ریل پټلۍ تورخم ته غځیږي

comments 0

57 Views

هندوکش – کابل: ازبکستان غواړي له مزار شریف څخه د رېل ګاډي پټلۍ تورخم ته وغځوي.
د رسنیو راپور له مخې په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقت سدېکوف ویلي چې هېواد یې له افغانستان او پاکستان سره د ګډې سوداګریز ناستې غوښتنه لري او غواړي چې تر تورخم پورې د رېل ګاډي پټلۍ وغځوي.
هغه تمه ښودلې چې دغه ناسته به د درېیو واړو هېوادونو په سوداګریز، لوجستیک او پانګونې برخه کې مثبت رول ولوبوي.
ازبکستان هڅه کوي چې له افغانستان څخه د څلور لارې ګټه واخلي او په دې سره پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي.
که ازبکستان دا پروژه بشپړه کړي په دې سره به یې ګټه افغانستان ته ورسیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments